Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 182

Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 215

د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ اداره (آیسا) لنډه پېژندنه

   د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ اداره (آیسا) په سپتمبر ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې د وخت ولسمشر د فرمان له مخې پانګوالو لپاره د پانګونې اړوند ټولو ځانګړو کړنو ترسره کولو په موخه رامنځته شوه. د آیسا مهمې دندې عبارت دي له: د پانګو ثبتول، د جوازلیکونو ورکول او په افغانستان کې له هر ډول پانګونې څخه ملاتړ او پراختیا ورکول. آیسا په لومړیو کې هغو کمپنیو ته چې په افغانستان کې پانګونې کوي د جواز ورکولو چارې پر مخ وړلې، خو د وخت په تېریدو سره آیسا د یوې فعالې او معتبرې ادارې په توګه نه یوازې د جواز ورکولو چارې ترسره کوي بلکې اوس په افغانستان کې د صنعتي پارکونو جوړولو دنده هم پر غاړه لري.  

د آیسا لرلید

افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه د پانګونې پر یو په زړه پورې مرکز بدلول.  

د آیسا ماموریت

د آیسا ماموریت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې نړیوالو ته د افغانستان ورپېژندل؛ دخصوصي پانګونې او دوام لرونکو صنعتي پرمختګونو په مرسته د افغانستان اقتصاد ته وده ورکول؛ په هیواد کې د څېړنې او پرمختګ کلتور ته وده ورکول؛ د سیمې په کچه د سوداګرۍ په برخه کې افغانستان یو ځانګړي ځای ته رسول؛ د پایښت لرونکو تشبثاتو د شبکې جوړول؛ پانګوالو ته د لوړ کیفیت خدمتونو وړاندې کول ترڅو د کوچنۍ او منځنۍ کچې د تشبثاتو په برخه کې پانګونې وکړي؛ د سوداګرۍ او سمونونو راوستلو په برخه کې د مسلکي کدرونو څخه ملاتړ کول او د سیمې هیوادونو سره سوداګرۍ ته پراختیا ورکول.  

د آیسا د خدمتونو وړاندې کولو څانګې

د آیسا د خدمتونو وړاندې کولو څانګې 1- څېړنې او پرمختګ

د آیسا له مهمو دندو یوه ئي په افغانستان کې د بیلا بیلو سکټورونو په اړه څېړنې او پانګونې لپاره د فرصتونو برابرول دي او همداراز، پانګوالو ته د پانګونې اړوند دقیقو ارقامو وړاندې کولو دنده هم پر غاړه لري. سربیره پر دې، د پانګونې چاپیریال وڅېړي، د پانګونې اړوند پالېسۍ جوړې او داسې نوښتونه رامنځته کړي چې په ترڅ کې خصوصي سکټور په افغانستان کې وده وکړي.

د څېړڼې او پرمختګ اړوند چارو مهمې برخې په لاندې ډول دي: • د پانګونې لپاره د فرصتونو په ګوته کول • د پانګونې فرصتونه په حقيقې پروژو بدلول • د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې په برخه کې وړیا سلاح او مشورې ورکول • د څېړنو او اړونده مطالعو د ترسره کولو په برخه کې د نورو څېړنیزو انستتیوټونو، علمي ادارو، سره په ګډه کار کول • د پالېسې جوړونې اړوند سیمنارونو او خبرو اترو کې ګډون کول او په دې اړه د لاسته راغلیو مالوماتو شریکول. همداشان د نورو ادارو سره په ګډه د سیمینارونو او کنفرانسونو په لاره اچول.   2- پانګونې ته پراختیا ورکول د آیسا اداره په افغانستان کې پانګونې ته پراختیا ورکوونکې ادارې په توګه اړه ده چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره اړیکې ټینګې کړي ترڅو په افغانستان کې د مستقیمې پانګونې په کچه کې زیاتوالی راشي. د دې لپاره چې افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه د پانګونې پر یو په زړه پورې مرکز بدل شي، آیسا د پانګونې پراختیا په موخه لاندې فعالیتونه ترسره کوي: • د پانګونې اړوند ملي کنفرانسونه او نندارتونونه په لاره اچول ترڅو په افغانستان کې د پانګونې حالت وارزول شي، هغه ننګونې چې پانګوال ورسره مخامخ دي وڅېړل شي او همداشان د حل لارې چارې ئي ولټول شي. سربیره پر دې، مصرفوونکي د کورنیو تولیداتو څخه خبر شي ترڅو د خلکو ترمنځ د ملي تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې احساس پیدا او همداراز کورنیو تولیداتو ته په ټول هیواد کې بازار موندنه وشي. • د بهرنۍ مستقیمې پانګونې په موخه د نړیوالو کنفرانسونو په لاره اچول، د ملي او نړیوالو پانګوالو ترمنځ اړیکو ټینګولو ته لاره هوارول، او نړیوال په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو او همداراز پانګونې اړوندو نوښتونو څخه خبرول. • د رسنیزو هڅو په لاره اچول، لکه په افغانستان کې د اقتصادي، قانوني، سیاسي، ټولنیزو او ټیکنالوجیکي پرمختګونو په ګوته کول ترڅو د افغانستان په اړه د ملي او نړیوالو پانګوالو منفي نظرونه بدلون ومومي او د پوهاوی کچه ئي لوړه شي. • د سوداګرۍ نوښتیز مرکز: د نوموړي مرکز موخه ځوانو او تاندو پانګوالو ته چې نوښتیزې نظرئي لري د سټراټېژیکو پروژو په برخه کې د پانګونې آسانتیا برابرول دي.   3- د پانګونې جواز لیکونو ویشل آیسا په افغانستان کې ټولو ملي او نړیوالو پانګوالو ته د سوداګرۍ د ثبت او جوازلیکونو اړوند ټولې کړنې په ساده او آسانه توګه وړاندې کوي. آیسا (دنړیوال بانک په اسانتیا سره د سوداګریزو چارو پیلولو اړوند راپور له مخې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې) د جواز ورکوونکو ادارو په ډله کې په ټوله نړۍ کې ۲۴ او په سهيلي آسیا کې لومړی ځای درلود.   4- د پانګونې د ملاتړ خدمتونه د آیسا اداره، پانګونې په ټولو پړاوونو کې، د پانګونې څخه د ملاتړ خدمتونه وړاندې کوي. • د پانګونې څخه مخکې – آیسا په دې پړاو کې پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ لکه، اقتصادي ودې، ټولنیز چاپېریال، سیاسي حالت، د تولید لګښت او داسې نور سترو مالي فکتورونو په اړه تازه او دقیق مالومات ورکوي • د پانګونې پر مهال آیسا په دې پړاو کې پانګوالو ته یو شمېر مهم خدمتونه وړاندې کوي چې په لاندې ډول دي: – د پانګې ثبت او جوازلیکونو د ورکړې اړوند خدمتونه وړاندې کوي. – o پانګوالو سره یو شمېر سرچینو ته د لاسرسي په برخه کې لکه، صنعتي ځمکو، برېښنا، مسلکي کارکوونکو، مالي چارو او داسې نورو برخو کې مرسته کوي. – پانګوالو سره د اومه توکو او ماشینونو په واردولو او صادرولو کې مرسته کوي. – بهرنیو پانګوالو ته د ویزې د ترلاسه کولو اړوند مکتوبونه ورکوي. – پانګوالو ته د سوداګریزو پاسپورټونو ترلاسه کولو په موخه مکتوبونه ورکوي – د سوداګرۍ او پانګونې اړوند قانوني سلاح او مشورې او د شخړو د حل خدمتونه وړاندې کوي. افغان تولیداتو لپاره په کورنیو او بهرنیو مارکېټونو کې بازار موندنه کوي • تر پانګونې وروسته – آیسا، په دې پړاو کې د پانګوالو سره د سوداګرۍ پای ته رسولو، د ونډو او مالونو په خرڅلاو، د پانګې په لیږدولو او داسې نورو برخو کې مرستې کوي.   5- صنعتي پارکونه: آیسا په پام کې لري چې د افغانستان په سټراتېژیکو ځایونو کې صنعتي پارکونه جوړ کړي. د آیسا اداره پانګوالو ته په صنعتي پارکونو کې د ځمکې ویش او همداراز صنعتي پارکونو د ساتنې چارې ترسره کوي. اوس مهال آیسا په ټول هیواد کې ۱۰ بشپړو او نیمو بشپړو صنعتي پارکونو د سمبالښت چارې او همداراز په راتلونکي ۵ کلونو کې په ټول افغانستان کې د ۱۷ نويو صنعتي پارکونو د جوړولو دندې پر غاړه لري.   

د آیسا سیمه ایز دفترونه

د آیسا سیمه ایز دفترونه، مرکزي دفتر سره په همغږۍ ټولې پورته ذکر شوې چارې په سیمه ایزه کچه پر مخ وړي. نوموړي دفترونه په فعاله توګه د جوازونو په ورکړه، د پانګونې څخه سیمه ایز ملاتړ او د پرمختګ اړوندو کړنو ترسره کول، د صنعتي پارکونو تنظیم او پانګونې په برخه کې د مشورتي خدمتونو وړاندې کول، پر غاړه لري. نوموړي دفترونه د سیمه ایز حکومت سره په ګډه کار کوي ترڅو په نوموړو سیمو کې پانګونې ته لارې هوارې کړي او همداراز مسؤلیت لري چې د آیسا کړنو په اړه عام وګړي خبر وساتي. د آیسا سیمه ایز دفترونه له شنبې تر پنجشنبې د سهار له ۸ بجو تر ۴ بجو پورې د ټولو افغانستان میشت اوسیدونکو پر مخ خلاص دي. د آیسا دفترونه په مهمو صنعتي ولایتونو لکه، ننګرهار، کندهار، مزارشریف، هرات، پکتیا، خوست، او کندز کې پر فعالیت بوخت دي.  
 

مونږ سره اړیکی:

 

څیړنې او پراختیا  

مرکزي دفتر، کابل

محمد مصطفی جمال رییس 93 728 991 007+ research.director@aisa.org.af

د پانګې هڅونې او پراختیا

مرکزي دفتر، کابل

احمد ولید مجیدیار رییس 93 728 991 002+ promotion.director@aisa.org.af
 

د پانګې اچونې ملاتړ

مرکزی دفتر، کابل

نبی خلیلی رییس 93 728 991 003+ support.director@aisa.org.af
 

د پانګې اچونې جوازونه 

مرکزي دفتر، کابل

غلام ربانی منصوری رییس 93 728 991 006+ licensing.director@aisa.org.af
 

صنعتی پارکونه

مرکزی دفتر، کابل

ذبیح الله نادری رییس 93 728 991 004+ ipplan.director@aisa.org.af
 
د آیسا د شمال زون ریاست  بلخ محمد صدیق مرادی رییس 93 728 991 014+ mazar.director@aisa.org.af
 
د آیسا شمال ختیځ زون ریاست ولایت کندز محمد عارف حیرت د زون رئیس، کندز 93 728 991 015+ kunduz.director@aisa.org.af
   
د آیسا د سهیل زون ریاست کندهار هدایت الله رحمتی رییس 93 728 991 018+
 
د آیسا ختیځ زون رئیس ننګرهار غلام نبی رحمان زی رییس 93 728 991 017+ nangarhar.director@aisa.org
د آیسا د لویدیځ زون ریاست محمد شفیق احمدی رییس 93 728 991 016+ nangarhar.director@aisa.org
د آیسا سیمه ایز دفتر ولایت فاریاب محمد نعیم غفوری سیمه ایز مدیر،فاریاب 93 728 991 022+ faryab.manager@aisa.org.af
 
د آیسا سیمه ایز دفتر ولایت پکتیا فضل ربی مخلص سیمه ایز مدیر، پکتیا 93 728 991 020+ paktia.manager@aisa.org.af
 
د آیسا سیمه ایز دفتر ولایت هلمند فضل عمر اجمل سیمه ایز مدیر، هلمند 93 728 991 021+ hilmand.manager@aisa.org.af
 
د آیسا سیمه ایز دفتر خوست محمد عیسی آهنگر آمر 93 728 991 019+ khost.manager@aisa.org.af