Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 182

Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 215

صنعتي ځمکه

په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د ویش کړنلارې

د ځمکې ترلاسه کولو لپاره اړین سندونه
  • غوښتن لیک ورکوونکي باید د آیسا څخه د صنعت یا تولیدي فابریکې جواز اخیستی وي.
  • ځمکې د غوښتنلیک فورمه، دآیسا د مرکزي او سیمه ایزو دفترونو څخه ترلاسه کولای شئ
  • نور اړین سندونه(لکه، سوداګریز پلان، بانکي صورتحساب، د جواز لیک کاپي او د ځمکې نخشه)
خبرتیا او عامه پوهاوی:
  • په صنعتي پارکونو کې د ځمکې ویش پروسې په اړه پانګوالو ته د لاندې مواصلاتي لارو په مرسته خبرتیا ورکول کېږي:
  • رادیويي او تلویزوني شبکې په کابل او نورو ولایتونو کې
  • د آیسا ویب پاڼه
  • غوښتن لیک ورکوونکي ته په مستقیم ډول مالومات ورکول
له تصویب وروسته پروسې
  • • د اجارې یا صنعتي ځمکې د ورکړې په موخه د هوکړه لیک او ودانیزو چارو د داو طلبۍ سند لاسلیکول، او همداراز د زیربناو د جوړولو اړوند لګښت د لومړي قسط ورکول
  • د ځمکې د مالکیت لنډمهاله سند ورکول
  • د صنعتي ځمکې په ګوته کول او پانګوال ته سپارل
  • د آیسا څخه د فابریکې د طرحې تصویب او ودانیزو چارو پر مخ وړلو د کار جواز اخېستل
  • د هوکړه لیک او داوطلبۍ د سند پلي کول او همداراز د ودانیزو چارو اړوند ټولوسندونو بشپړول
د غوښتن لیکونو ارزونه:
  • د سوداګریز پلان لومړنۍ ارزونه
  • د آیسا د کمېټې له لوري ارزونه
  • د وړ او مناسبو کمپنو په اړه د پانګونې عالي کمېسیون ته د تصویب په موخه وړاندیز کول
د یو کال تولید څخه وروسته، د ځمکې د قانونې مالکیت د سند ترلاسه کولو په موخه نوموړې کمپنۍ اړوندو ادارو ته ورپېژندل