Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 182

Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 215

د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې پانګونه

د کلیوالو سیمو ۸۵٪ څخه تر۹۰٪ وګړي په کرهڼې او مالدارۍ بوخت دي او د ټول هیواد ۷۶٪ وکړو په معیشیت کې خورا ارزښتمن رول لوبوي. په دې وروستیو کلونو کې کرهڼه او مالداري د افغانستان ۲۵٪ ناخالصه کورني تولیدات په بر کې نیسي. که څه هم، د تیرې درې لسیزې جګړې له امله د کرهڼې او مالدارۍ سکټور خورا ډیر زیانمن شو خو د څو کلنو راهېسې حکومت، ښکیلو اړخونو او بزګرانو ډېرې هڅې کړي دي چې د کرهڼې او مالدارۍ سکټور بیا را ژوندی کړي. افغان حکومت غواړي چې د کلیوالو سیمو اقتصادي وضعیت په وده کې ډیره پاملرنه وکړي او دغه کار ئيٍ په خپل لومړیتوب کې نیولی دی. سربیره پر حکومت، نوموړې برخې د نړیوالو بلاعوضه مرسته کوونکو پاملرنه هم ځانته راړولې ده. په افغانستان کې د کرهڼیز اقتصاد پرمختګ او کرهڼیزو توکو د پروسس په برخه کې ډیر تاکید کیږي ځکه چې دواړه برخې په کور دننه تولیدي توکو او لګښت په برخه کې په ځانګړۍ توګه د ټول هیواد په اقتصادي پرمختګ کې خورا مهم رول لوبوي.

1
په ناخالصه کورني تولید د کرهڼی تو مالداری وڼده
 

په افغانستان کې اوس مهال شاوخوا ۹۶۱۰ زره هکتاره ځمکه د کرهڼې لاندې ده. د کرهڼې په سکټور کې پانګونې لپاره خورا زیات فرصتونه شته دي او له همدی امله نوموړی سکټور په څو فرعي سکټورونو ویشل شوې ده تر څو هر پانګوال د خپلې خوښې سکټور کې پانګونه وکړي، نوموړي سکټورونه په لاندې ډول دي:

د کرنې د فرعي سکټورونو

  • بڼوالی
تازه میوې، سابه، مغز باب، زیتون او داسې نور
  • غلی دانې
غنم، جوار، چغندر، اوربشې
  • حیوانې محصولات
لبنیات، شیدې، شات، چرګان، غوښه، کبان او داسې نور
  • حبوبات
لمرګلی، زغر، کونځلی داسې نور
  • مسالې او درلمیز بوټی
زعفران، زیره داسې نور
 

د کرهڼې او مالدارۍ د ارزښت کړۍ (Value Chain) په سکټور کې د پانګونې فرصتونه

تولید او پروسس
  • د وچو میوو او مغزبابو پروسس
  • د مرباګانو، جوسونو او چکنیو تولید
  • د زیتونو تیل او اچارو تولید او پروسس
  • د اوړو او بورې د ژروندو جوړول
  • د کچالو پاپړو تولید
  • د کلچو او بسکیټونو تولید
  • د پاستوریزه شویو لبنیاتو لکه شیدو، مستو او پنیر تولید
  • د پروسس شویو غوښو تولید
  • د وچې پروسس شوې غوښې تولید
  • د نباتي تیلو جوړول او پروسس
  • د سړو خونو جوړول
  • د کشمېرې او کشمېرئي کالیو تولید
  • د مالوچو پروسس او مالوچي سپڼسیو تولید
  • د څرم تولید
کڅوړه کونه (Packaging)
  • د وچو او تازه میوو کڅوړې
  • مرتبانونه، قطي او د قطیو پوښونه
  • ښيښه اي او پلاستيکي بوتلونه
  • پلاستيکي لفافي
  • ټیټرا پیک کڅوړې
راکړه ورکړه او بازار موندنه
  • د ټرانسپورټ او لوجستیکي خدمتونو وړاندې کول
  • د بازار موندنې خدمتونه
  • د سوداګریزو ملګرتیاو رامنځته کولو خدمتونه
  • د براینډینګ خدمتونه (Branding)