Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 182

Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 215

د روغتیا په سکټور کې پانګونه

د افغانستان روغتیا سکټور د تیرې یوې لسیزې په اوږدو کې خورا ډیر پرمختګ کړی دی. او د ۲۰۱۵-۲۰۱۴ زیږدیز کال د رسمي احصائي له مخې دا مهال په افغانستان کې ۱۵۳ دولتي او ۲۵۲ خصوصي روغتونونه افغان وګړو ته د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي. سربیره پر دې ۴۱۱ کلینیکونه او ۹۳۲ د روغتیايي خدمتونو لومړني مرکزونه، ۸۵۴ نور ضمني روغتیايي مرکزونه او تر ۱۷۰۰ پورې لابراتوارونو په فعالیت بوخت دي. د خصوصي سکټور له لوري د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې هم د پام وړ ښه والی راغلی دی او خصوصي سکټور د روغتونو، لابراتوارونو او د درمل جوړولو په سکټورونو کې د پام وړ پانګونه کړې ده. سره له دې هم په افغانستان کې د روغتیائي خدمتونو په برخه کې نیمګړتیاوې ترسترګو کیږي. هر کال افغانستان ته د ۸۰۰ میلونه ډالرو په ارزښت درمل وارېدیږي. په دغه کچه واردات د دې خبرې ښکاره څرګندونه کوي چې په افغانستان کې روغتيايي خدمتونووړاندې کولو په برخه کې پانګونې ته اړتیا شته او په ځانګړې توګه په لاندې برخو کې:

  • روغتونونو په برخه کې
  • روغتيايي مرکزونو په برخه کې
  • درملو جوړولو په برخه کې
  • معیاري لابراتورونو په برخه کې
  • طبي سامانونو د جوړونې په برخه کې
  • معیاري درملتونونو/ فارمېسیو په برخه کې
 

د دولت او خصوصي سکټور ملګرتیايي صحی پروژې

د جناح عمومي روغتیائي خدمتونو روغتون- د دولت او خصوصي سکټور ملګرتیا لپاره نوماند: نوموړی ۲۰۰ بستریزه روغتون د کابل ولایت په ۱۳ ناحیه کې پروت دی، د ګاونډي هیواد پاکستان د ۱۸ میلونه ډالره بلاعوضه مرستو په ترڅ کې ودان او ګټې اخیستنې لپاره به چمتو شي. نوموړی روغتون به د کابل ۵ میلونه وګړو لپاره د دویمې او دریمې درجې تخصصي خدمتونه وړاندې کوي او همداشان د ټول افغانستان په کچه به د بیلابیلو روغتونونو لپاره یوه مرجع وي. په نوموړي روغتون کې به نسايي ولادي خدمتونه، ماشومانو د څانګې خدمتونه، دجراحي خدمتونه، بیړني روغتیايي خدمتونه، ټولنیز روغتیائي خدمتونه، تشخیصیه خدمتونه او نور فرعي خدمتونه لکه د وینې بانک، د امبولانس او مړو د ساتنې خدمتونه وړاندې کېږي. د نوموړي روغتون ۶۰٪ ودانیزې چارې بشپړې شوي دي او د ۲۰۱۶ زیږدیز کال تر نیمايي پورې پاتې چارې به ئي هم بشپړې شي. تر بشپړیدو وروسته د جناح عمومی روغتیائي خدمتونو روغتون به دې ته چمتو وي چې د دولت او خصوصي سکټور ملګرتیا په ترڅ کې پر فعالیت پیل وکړي.

 

د جمهوریت روغتون

د دولت او خصوصي سکټور ملګرتیا لپاره نوماند:نوموړی ۲۰۰ بستریز روغتون چې ۱۰ پوړیزه ودانې کې د چین جمهوریت له لوري د کابل ولایت په ۲ ناحیه کې جوړ او په عصري طبي سامانونو سمبال دی. د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري د دولت او خصوصي سکټور ملګرتیا په ترڅ کې په نوموړې روغتون کې د دریمې درجې تخصصي درملنې خدمتونه وړاندې کړي او همداراز د ښوونیز روغتون په توګه ځینې کار واخلي. سربېره پر دې، د ساري ناروغیو په اړه د عامې روغتیا وزارت له لوري به څېړنې په کې ترسره کيږي او د کورنیو او نړیوالو همکارانو په مرسته کې به علمي او څېړنیز چارې هم پر مخ وړل کیږي.

 

د شیخ زاید د مور او ماشوم روغتون

د دولت او خصوصي سکټور د ملګرتیا لپاره نوماند:نوموړي ۱۰۰ بستریز روغتون د کابل ولایت په ۱۵ ناحیه کې د متحده عربي اماراتو ۵،۴ میلونه دالره بلاعوضه مرستو په ترڅ کې جوړ او په عصري طبی سامانونو به سمبال وي. نوموړی روغتون به د کابل ۵ میلونه وګړو لپاره د دریمې درجې تخصصي خدمتونه وړاندې کوي او همداشان د ټول افغانستان په کچه به د بیلابیلو روغتونونو لپاره یوه مرجع وي. په نوموړي روغتون کې به نسايي ولادي خدمتونه، د ماشومانو روغتیايي خدمتونه،تشخیصیه خدمتونه، او نور فرعي خدمتونه لکه د وینې بانک، د امبولانس خدمتونه او د مړو ساتنې خدمتونه وړاندې کېږي او همداراز ټولنیز روغتیايي خدمتونه به هم ترسره کېږي.