Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 182

Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 215

د نوي کابل ښار ګوټي په پروژه کې پانګونه

د نوموړي ښار جوړولو لپاره د ده سبز باریکاب سیمه او همداراز حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر او بګرام هوايي اډې ترمنځ پرته ځمکه تخصيص شوې ده. نوموړې پروژه شاوخواه ۷۴۰ کیلومټر مربع ښاري سیمه او ۴۴۰ کیلومټرمربع د ښار جوړونې وړ ځمکه پر بر کې نیسي. د نوموړي ښار د پراختيا او جوړولو لپاره دوه ۱۵ کلن پلانونه په پام کې نیول شوي دي. د نوي کابل ښار پروژې په ترڅ کې به د ۳ میلونه وګړو لپاره ۶۰۰۰۰۰ زره کورونه جوړ شي او په دې کار سره به د کابل زوړ ښار کې د وګړو ګڼه ګوڼه کمه شي. د نوموړې پروژې په ترڅ کې به شاوخوا ۱،۲ میلونه وګړو لپاره په خصوصي او دولتي سکټورونو کې دندې رامنځته شي. د نوي کابل ښار په پروژه کې پانګونه به د دولت او خصوصي سکټور ملګرتیا په ترڅ کې ترسره شي. د ده سبز باریکاب پراختیائي اداره به د ټولو هغو پانګوالو لپاره چې د نوي کابل ښار په پروژه کې د پانګونې لیوالتیا لري د پروژې د ټولو اجرائي چارو پرمخ وړلو دنده پرغاړه ولري.

 

د نوي کابل ښار ګوټي په پروژه کې د پانګونې مهمې برخې:

 

1- د ځمکو پراختیا

  • په دولتي ځمکو د نمرئي کورونو جوړول
  • په شخصي ځمکو د نمرئي کورونو جوړول
  • د ځمکې خاوندانو سره په ګډه د نمرئي کورونو جوړول
 

2-د نوي کابل ښار ګوټۍ پروژې په لاندې برخو کې خصوصي پانګونې ته اړتیا ده:

  • د سړکونو د شبکې جوړول او ټرانسپورټ په برخه کې: د بیلګې په توګه د ښاري اورګاډي سیستم، ښاري بسونو د ټرانسپورټ او مېټرو د شبکې جوړولو په برخه کې.
  • اوبو د سرچینو مدیریت، د اوبو رسونې او ویش په برخه کې
  • د ښار ناولو اوبو او کانالیزاسیون د شبکو جوړولو په برخه کې
  • د ښار چټلو اوبو د پاکونې یا تصفوي دستګاګانو د جوړولو په برخه کې
  • د ښار د چټلیو د مدیریت او بیا ځلي پروسس په برخه کې
  • د بریښنا د تولید او لیږد د بیلګې په توګه د لمریزې، بادي او بایوګاز بریښنا د سیستمونو جوړولو په برخه کې
  • د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ لکه د نوري فایبر او د انټرنیټي خدمتونو برابرول په برخه کې
  • د واورې او باران د اوبو د مدیریت په برخه کې
 

3- د صنعتي زونونو پراختیا

  • د ده سبز لومړی صنعتي پارک
  • د ده سبز دریم صنعتي پارک
  • د ده سبز دوهم صنعتي پارک
  • د باریکاب صنعتي پارک
 

4- د کرهڼیزو اقتصادي زونونو جوړول

 

5- د عامه خدمتونو ادارې پراختیا

  • د څوکړنیزه روغتیائي کمپلیکسونو په برخه کې
  • د لوړو زده کړو د مرکزونو جوړولو په برخه کې
  • د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ په برخه کې
  • د تخینکې زده کړو د روزنتونو په برخه کې او داسې نور
 

6- د تفریحي ځایونو او پارکونو جوړول

  • د نوي کابل ښار عمومي پارک (۱۳ کیلومټر مربع)
  • زرغون پارکونه
  • موزیمونه
  • د سیلانیانو لپاره تفریحي ځایونه
  • هوټلونه او رسټورانټونه
  • د کورنیو لپاره تفریحي ځایونه
  • عمومي جهیل
  • د سیلانیانو لپاره مزي لرونکي هوايي موټرونه (Suspension Car)
  • د صافي په غرونو کې څوکړنیزه لوبغالي
 

7- د ټولګټو کورونو جوړول

 

8- د جوړونې او رغونې سکټور

 

9- د خدمتونو سکټور

  • د نوي کابل ښار پروژې په اړه اقتصادي او تخنیکي څېړنې
  • د نوي کابل ښار پروژې د طرحې او پلان خدمتونه
  • د نوي کابل ښار پروژې په اړه سروې
  • د بانکدارۍ او مالي چارو خدمتونه
  • مشورتي خدمتونه
  • د روزنې او وړتیا لوړولو خدمتونه
  • د جوړونې/ رغونې اړوند نور خدمتونه
 

10- د سوداګرۍ سکټور