Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 182

Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 215

د ودانیو او ودانیزو توکو په سکټور کې پانګونه

افغانستان د تېرې یوې لسيزې په اوږدو کې د ودانیو رغونې په صنعت کې بی ساری پرمختګ کړی دی. خصوصي پانګوالو لوري د نورو سکټورونو په پرتله د ودانیو رغونې په سکټور کې ډیر پانګونه کړې ده. په افغانستان کې تر ۲۰۱۶ زیږدیز کال هاخوا د امریکا متحدو ایالتونو او همداراز ناټو د عسکرو پاتې کیدل به د دې لامل شي چې افغانستان د ودانیو رغونې په برخه کې نوره وده هم وکړي. د ودانیزو توکو لپاره په پراخه کچه د پانګونې فرصتونه شته دي ځکه چې نوموړي توکي د ګاونډیو او سیمې هیوادونو څخه په ستره کچه وارېديږي. سربیره پر حکومتي ودانیزو او پراختيايي پروژو، په پلازمینه او نورو ولایتونو کې د کورونو او ښارګوټو لپاره ډیره غوښتنه شته. د ښارګوټو او کورونو په برخه کې لاندې ټکي د پام وړ دي:

 
  • د نفوسو او عوایدو د زیاتوالي له امله د کورونو غوښتنه مخ په زیاتېدو ده.
  • د ودانیزو توکو ارزانوالی او د کورونو جوړولو لپاره خورا ډېرې ځمکې.
  • د نړیوال اقتصاد سره د نه تړاو له امله د ودانیزو شرکتونو زیانمن کېدو د کچې ټیټوالی
  • د ارزانه مسلکي او غیر مسلکي کارکوونکو شتون
  • د کورونو جوړولو په مارکیټ کې سترې پانګونې د جذب او همداراز د دندو رامنځته کولو وړتیا
  په ۲۰۱۵-۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د ۱۶۹،۶ میلون ډالرو په ارزښت ۷۲۹ ودانۍ جوړې شوې او ۵۲۳ تر رغونې لاندې وې. د رغونې سکټور ونډه په تېرو څو کلونو کې د هیواد ناخالصه کورني تولید (GDP) په برخه کې د ۷٪ څخه تر ۱۰٪ په شاوخوا کې وه. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په وینا د نوموړو عوایدو ۲۵٪ څخه تر ۴۰٪ د کورونو او کارګرو د مالیې څخه او د ۶۰٪ څخه تر ۷۵٪ د ودانیزو توکو، د څار خدمتونو، او د نړیوالو د فعالیتي لګښتونو په ترڅ کې تر لاسه شوي دي.  

تړونونه/ قراردادونه

په تیر یوه لسيزه کې ۷۳٪ ودانیزې چارې د قراردادیانو له لوري پلي شوي دي او افغان قراردادي کمپنیو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی، خو ولې د نړیوالو ادارو له لوري د سختو تدارکاتي قوانینو پلي کول، افغان قراردادیان دې ته اړ ایستلي دي چې پروژې په دوهم قرارداد کې ترلاسه کړي. هغه پانګه اچوونکي چې د ودانیزو چارو په برخه کې ښه ډیره تجربه ولري، کولی شي چې په راتلونکي کې په افغانستان کې سترې ودانیزې پروژې ترلاسه کړي.  

ښارګوټي او کورونه

د افغانستان په سترو ښارونو کې د تېرې یوې لسیزې په اوږدو کې ښارګوټو او کورونو جوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د ښارونو پراختیا او د وګړو په شمېر کې زیاتوالی هغه څه دې چې په راتلونکو لسیزو کې به د ښارګوټو او کورونو اړوند غوښتنو کې زیاتوالی راولي. د اټکل له مخې هر کال ۵۰۰۰۰۰ واحده کورونو ته اړتیا لیدل کېږي، د بیلګې په توګه، د ښوونځیو ودانې، روغتونونه، سوداګریز مارکیټونه، پلازې او دولتي ودانې. د پانګونې نورې پروژې مخکې“ د زیربناو په سکټور کې پانګونې” تر عنوان لاندې څېړل شوي دي.  

د نړېوالې ټولنې او غیردولتي مؤسسو پروژې

افغانستان ته په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د نړېوالې ټولنې د راتګ سره سم، په هیواد کې د سترې کچې بیا رغنیزې پروژې پلې شوې دي او په ځانګړې توګه افغانستان د رغونې سکټور داسې پرمختګ وکړ چې په تاریخ کې ساری نه لیدل کېږي. په تیره یوه لسیزه کې ډیری پروژې د آیساف او ناټو له لوري په قرارداد ورکول کېدې او د نوموړو له لوري څارل کېدې. نوموړې ودانیزې او بیا رغنیزې پروژې دوام لري او داسې پلان دی چې په راتلونکو کلونو کې به په کې زیاتوالی راشي، په ځانګړې توګه د هغو پروژو په برخه کې چې د ملي نظامي ځواکونو د چارو د ترسره کولو او ملاتړ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کوي. د افغانستان ودانیزو شرکتونو د ټولنې پر بنسټ، نړیواله ټولنه په پلان کې لري چې په راتلونکو کلونو کې د ۱میلیارد ډالرو په ارزښت په افغانستان کې ودانیزې او نورې اړونده پروژې پلي کړي. په افغانستان کې د امنیتي لیږد ګډ ځواک قومنداني به د ۶۳۶ میلون ډالرو په ارزښت ۹۴ سټراټېژیکې بیارغنیزې پروژې پلي کړي. د امریکا متحدو ایالتونو ملي اردو د انجینرانو ټولنه او په افغانستان کې د ټرانس اتلانتیک ډیسټریکټ اوسنې او راتلونکې پروژې د خصوصي پانګونې لپاره چمتو دي او په لاندې ډول دي:

مالي کال (۲۰۱۶ زیږدیز کال)

  • د امریکا متحدو آیالتونو ملي اردو د انجینرانو ټولنه به روان مالي کال تر پای پورې ۵۲ قراردادونه ورکړي، چې شاوخوا ۲۷۵ ډالر ارزښت به ولري
  • د ۵۰۰۰۰ ډالرو څخه تر ۵۰ میلون ډالرو پورې قراردادونه شته دي
  • ودانیزې چارې او طرحې په بر کې نیسي
  • ۲۸ قراردادونه د ملي اردو پورې تړاو لري
  • ۲۳ قراردادونه د ملي پولیسو پورې اړه لري
  • او یو بل قرارداد دی
 

مالی کال (۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ زیږدیز کال)

  • د امریکا متحدو ایالتونو ملي اردو د انجینرانو ټولنه به هر کال د ۲۰۰ میلونه ډالرو په ارزښت پروژې اعلانوي
 

په راتلونکي کې فرصتونه

  • نوې ودانیزې چارې: په ټول افغاستان کې د ۲۰۰ میلونه ډالرو په ارزښت پروژو پلي کول
  • د ۸۰ میلونه ډالرو په ارزښت د ساحې د ارزونې اړوند پروژې
  • د ۱۲۰ میلونه ډالرو په ارزښت د ودانیو طرحه کولو پروژې
  • ترلاس لاندې پروژې: د ۳۸۰ میلونه ډالرو په ارزښت د دوهم لاس قراردادونو شته دي
منبع: پرزنتیشن اتحادیه شرکت‌های ساختمانی افغانستان /واحد انجنیری نیروهای ایالات متحده امریکا  

ودانیز توکي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د لارښود پر بنسټ، د سترو بنسټیزو پروژو، د وګړو په شمېر او عوایدو کچه کې د زیاتوالي له امله په راتلونکې لسیزه کې د ودانیزو توکو بېي خورا لوړې شي. نوموړي توکې به د ودانیزو رغونو د مارکېټ ۳۵٪ څخه تر ۴۵٪ برخه په برکې ونیسي او د التای مشورتي ادارې (د یو ایس ایډ، سي ډي پي د خصوصي سکټور د پراختيايي پروګرام ۲۰۰۷ زیږدیز کال) د اټکل له مخې ۲،۷ څخه تر ۳،۵ میلیارد ډالره ارزښت به ولري. دغه توکي لکه: سیمنټ، اوسپنې، شګې، خښتې، د کورونو اړین توکي لکه، کړکې او دروازې، لرګي او تختې، رنګونه او نور کیمیاوي توکي، برېښنائي توکي، او د ودانیو رغونو توکي، چې ځینې په لاندې برخه کې تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.
  • سمینټ
  • خیښتې او بلوکونه
  • ودانیز لرګي