Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 182

Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 215

د برېښنا په سکټور کې پانګونه

له تاريخي پلوه، په افغانستان کې د بریښنا د تولید اساسي سرچینه د اوبو بريښنا ده او د ټول هیواد شاوخوا ۵۴٪ په بر کې نیسي. او پاتې نوريي حرارتي بریښنا ده چې د ډبرو سکارو او اوبلن ګاز په مرسته چمتو کیږي. اوس مهال افغانستان شاوخوا ۶۰۰ میلون واټه د اوبو بريښنا تولیدوي، په داسې حال کې چې افغانستان د ۲۳۰۰۰ میلون میګا واټه بريښنا د تولید وړتیا لري. په افغانستان کې د بریښنا څخه د ګټې اخیستنې غوښتنه مخ په ډیریدو ده او داسې اټکل شوی دی چې افغانستان به تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پورې په کور دننه ۳۰۰۰ میګا واټه بريښنا ته اړتیا ولري. افغانستان نه یوازې دا چې د اړتیا وړ بريښنا د تولید توان لري بلکې کولی شي چې ګاونډیو هیوادونو او همدا راز د سیمې هیوادونو ته هم بریښنا صادره کړي.

په افغانستان کې د برېښنا د تولید وړتیا:

د اوبو برېښنا
  • برق ۲۳۰۰۰ میګا واټه برېښنا د تولید وړتیا شته
  • د اوبو کوچنۍ کچې برېښنا بندونو لپاره ۱۲۵ ځایونه په ګوته شوي چې د ۶۰۰۰ میګا واټه برېښنا د تولید وړتیا لري
ګاز
  • د ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ میګا واټه برېښنا د تولید وړتیا شته
  • د کار د ترسره کولو په اړه څېړڼې دمخه ترسره شوي دي
  • د ځایونو په ګوته کول
  • په بلخ ولایت کې د دولت او خصوصي سکټور په ملګرتیا د۵۰ میګا واټه برېښنا کوټ جوړول چې تړون ئي دمخه لاسلیک شوی دی
  • په شبرغان ولایت کې د دولت او خصوصي سکټور په ملګرتیا د۵۰ میګا واټه برېښنا کوټ جوړول چې داوطلبۍ لپاره به ډیر ژر وړاندې شي.
بادي (هوا) برېښنا
  • د ۱۵۸۵۰۰ میګا واټه برېښنا د تولید وړتیا د بیلګي په توګه، ۵ میګا واټه پر في کیلومټر مربع
  • ۳۱۶۰۰ کیلومټر مربع سیمه چې باد یا هوا لري او د افغانستان د ټول مساحت ۵٪ برخه په بر کې نیسي.
لمریزه برېښنا
  • د ۳۰۰ لمریزو ورځو درلودل چې ۳۰۰۰ ساعته په کال کې کیږي.
  • په اوسط ډول په افغانستان کې د ۶،۵ کیلو واټه په في مټر مربع، بریښنائي وړانګو شتون
بایو ماس (Biomass)
  • په افغانستان کې په دودیز ډول د ۸۵٪ په شاوخوا کې د انرژۍ اړتیا د لرګیو او خوشایو د کارونې په مرسته پوره کیږي.
  • د ۴۰۰۰ میګا واټه برېښنا د تولید وړتیا لري
د ځمکني حرارت برېښنا
  • په افغانستان کې د برېښنا دستګاوې جوړیدای شي چې د ۵ څخه تر ۲۰ میګا واټه برېښنا د تولید وړتیا لري.
  • د ۳۵۰۰ میګا واټه برېښنا د تولید وړتیا شته

د نوې کیدونکې انرژۍ او برېښنا پروژې چې پانګونې لپاره چمتو دي

شمېره د پروژې نوم ولایت د برېښنا د تولید سرچینه د تولید وړتیا (کیلو واټ) د برېښنا بند اټکل شوی لګښت (میلون ډالره )
۱ د کندهار لمریزه- ډي جي هایبریډ پروژه کندهار لمر ۳۰۰۰۰ ۹۰
۲ د کابل لمریزه – هایډروهايبریډ پروژه کابل لمر ۱۰۰۰۰ ۲۵
۳ د بام سرلمریزې برېښنا پروژه کابل لمر ۵۰۰۰ ۱۵
۴ د کابل د چټلیو څخه د برېښنا د تولید پروژه کابل بیومس ۶۰۰۰ ۲۳
۵ د کابل د چټلو اوبو د پاکونې پروژه کابل بیومس ۱۰۰۰ ۲
۶ د بین حصارد بایوګاز ډایجسټر پروژه کابل بیومس ۵۰۰ ۱
۷ د څرخي پل د بایو ګاز پروژه کابل بیومس ۵۰۰ ۰.۵
۸ د غور ولایت لمریزې برېښنا پروژه + بیک آپ + د ویش شبکه غور لمر ۵۰۰ ۲۵
۹ د هلمند د لمریزې برېښنا پروژه هلمند لمر ۳۰۰۰ ۳۰
۱۰ د هرات د بادي برېښنا پروژه هرات ۱۴۰۰۰ ۳۶
۱۱ د سپوږمۍ د کوچنۍ کچې د اوبو برېښنا پروژه بدخشان اوبه ۲۵۰۰ ۱۰
۱۲ کران او مانجان د MHGP پروژه بدخشان اوبه ۱۵۰۰ ۹
۱۳ د ینګي قلعه د کوچنۍ کچې د تخار اوبه ۱۰۰۰ ۶.۵
۱۴ د فرخار د کوچنۍ کچې د اوبو برېښنا پروژه تخار اوبه ۵۰۰ ۲.۵
۱۵ نمک آب د کوچنۍ کچې د اوبو برېښنا پروژه تخار اوبه ۵۰۰ ۲.۵
۱۶ د مزار شریف د چټلیو څخه د برېښنا د تولید پروژه بلخ بیومس ۶۰۰۰ ۱۶
۱۷ د زاري د کوچنۍ کچې د اوبو برېښنا پروژه بلخ اوبه ۵۰۰ ۲
۱۸ د شلګرې د کوچنۍ کچې د اوبو برېښنا پروژه بلخ اوبه ۵۰۰ ۱.۵
۱۹ د کشندې د کوچنۍ کچې د اوبو برېښنا پروژه بلخ اوبه ۵۰۰ ۲
۲۰ د ارزګان د لمريزې برېښنا پروژه ارزگان لمر ۱۵۰۰ ۴.۵
۲۱ د نورستان د لمريزې برېښنا د تولید او ویش پروژه نورستان لمر او اوبه ۱۰۰۰ ۴
۲۲ د ډایکندي لمریزې برېښنا پروژه دایکندی لمر ۱۰۰۰ ۳
۲۳ د بادغیس لمریزې برېښنا پروژه بادغیس لمر ۱۰۰۰ ۳
۲۴ د زابل لمریزې برېښنا پروژه زابل لمر ۱۰۰۰ ۳
۲۵ د پکتیا لمریزې برېښنا پروژه پکتیا لمر ۱۰۰۰ ۳
۲۶ د لوګر لمریزې برېښنا پروژه لوگر لمر ۱۰۰۰ ۳
۲۷ د خوست لمریزې برېښنا پروژه خوست لمر ۱۰۰۰ ۳
۲۸ د غزني لمریزې برېښنا پروژه غزنی لمر ۱۰۰۰ ۳
۲۹ د پکتیکا لمریزې برېښنا د تولید او ویش پروژه پکتیکا لمر ۱۰۰۰ ۴
۳۰ د فراه لمریزې برېښنا پروژه فراه لمر ۱۰۰۰ ۳
ټول ټال ۱۰۰,۰۰۰ ۳۲۶