Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 182

Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 215

د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ په سکټور کې پانګونه

په افغانستان کې ۴ خصوصي او دوه دولتي کمپنۍ د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ خدمتونو وړاندې کوي او د ۲۰۱۵-۲۰۱۴ زیږدیز کال د احصائي له مخې ۲۴ میلونه افغان وګړي مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ خدمتونو ته لاس رسی لري چې د ټول هیواد ۹۰٪ وګړي په بر کې نیسي. د یادولو وړ ده چې په دې برخه کې د خصوصي کمپنیو ټول ټال پانګونه ۲ میلیارد ډالرو په شاوخوا کې ده. تیره یوه لسیزه کې د مخابراتي او مالوماتي ټیکنالوجۍ په برخه کې د افغانستان پرمختګ بې ساری ده او کولای شو چې د پرمختګ د نمونې په توګه ترې یادونه وکړو. خو بیا هم ګرځندوی څخه د ګټې اخېستنې بازار په بشپړه توګه وده نه ده کړې او خصوصي سکټور له لوري نوی پانګونو ته اړتیا لیدل کېږي.

 

فرصت‌های سرمایه‌گذاری اساسی موجود در عرضه خدمات به غید ګرځندوی خدمتونو وړاندې کولو سربیره د خدمتونو چمتو کولو په برخه کې هم پانګونې لپاره ستر فرصتونه شته دي لکه:

 
  • د مالوماتو راټولول او پروسس
  • د لومړنیو سوداګریزو عملیاتي چارو ترسره کول
  • مخابرات او مالوماتي ټیکنالوجۍ
  • د مالوماتو د لیږد او کنټرول خدمتونه
  • د انټرنیټ د خدمتونو وړاندې کول
 

د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ په برخه کې د نورو سکټورونو په پرتله لږو بنسټونو ته اړتیا لیدل کیږي نو له همدې کبله نوموړی سکټور خصوصي پانګونې لپاره یو په زړه پورې فرصت دی. لکه:

 
  • د نوري فایبر په مرسته افغانستان د منځنۍ آسیا، چین او هند سره نښلول
  • د نوښتیزو او مخلقو تګلارو په پلي کولو سره افغانستان د مالوماتي ټیکنالوجۍ په مرکز بدلول
  • د کورنیو او نړیوالو کمپنیو لپاره د پېرودونکو خدمتونو وړاندې کولو د مرکزونو جوړول
 

په افغانستان کې د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ کمپنې