Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 182

Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 215

د ټرانسپورټ او لوجېسټیک په سکټور کې پانګونه

افغانستان د ایران، ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان چین او پاکستان سره ګډه پوله لري. له تاریخي پلوه افغانستان اسیا اروپا او منځني ختیځ لپاره د سوداګرۍ یوه ارزښت لرونکې لاره ده او د نړۍ په کچه شاوخوا ۲ میلیارده خلکو لپاره د سوداګرۍ د پل حیثیت لري. دغه ځانګړنه په افغانستان کې د نورو سکټورونو په وده کې هم خورا مهم رول لوبوي. په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۱۸۶۶۲۸۳ د لیږد را لېږد وسیلې (لارۍ، بسونه، موټر، موټرسایکلونه او داسې نور…) شته دي. د نوموړو وسیلو په مرسته په ۲۰۱۵-۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د لیږدول شوو توکو کچه ۲۵۴۲۴ زره ټنو په شاوخوا کې وه او په داسې حال کې چې د نوموړو وسیلو په مرسته په ټولیزه توګه ۲۴۹ میلونه وګړي لېږدول شوي دي.افغانستان د تېرې یوې لسېزې په اوږدو کې د ټرانسپورټي بنسټونو په برخه کې بی ساری پرمختګ کړی دی او دغه پرمختګ نه یوازې په هیواد کې دننه بلکې د هیواد څخه بېرون د ګاونډیو هیوادونو سره د ټرانسپورټ په برخه کې هم ترسترګو کیږي. د لوجېسټیکې کمپنیو لپاره په غوښتنه کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي او په راتلونکي کې د پرمختګ ډیر فرصتونه شته دي. خصوصي پانګوال کولای شي، چې د ټرانسپورټ او لوجېسټیک په لاندې برخو کې پانګونه وکړي:

 
  • د ښاري ټرانسپورټ د سیستم په برخه کې
  • د ولایتونو ترمنځ د ټرانسپورټ د سیستم په برخه کې
  • د هوا له لارې د توکو لیږد رالیږد، د ټرانسپورتي وسیلو او همداراز د کارګو خدمتونو په برخه کې
  • د نقلیه وسیلو لپاره د تمځايونو جوړولو په برخه کې
  • د ټرانسپورتي یخچالونو او زیرمتونونو په برخه کې
  • د کڅوړو لیږد او پوسته خانې د خدمتونو په برخه کې
  • د تدارکاتو او توکو رسونې د خدمتونو په برخه کې
  • د ګمرکي اسانتیاو په برخه کې
  • د ټرانسپورټي وسیلو د ساتنې او څارنې/حفظ و مراقبت معیاري خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې