Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 182

Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 215

د پانګونې جواز

د کمپنۍ د ثبتولو یا په آیسا کې د جواز لیک ترلاسه کولو اړتیاوې
  • لومړی د کمپنۍ یا شرکت لپاره څو نومونه غوره/ریزرف کړئ
  • که چېرې ستاسې له لوري لومړی ټاکل شوی نوم دمخه بل چا غوره کړی وي نو خپل نوملړ څخه دوهم نوم وټاکئ
  • د غوره شوي نوم املاء او انشاء باید سمه وي او همداراز نوم باید یوه مانا ولري. غوره شوی نوم کیدای شي پښتو، دري، انګلیسي او یا هم کومې بلې ژبې له تورو څخه جوړ وي. خو د کمپنۍ نوم د افغانستان د قوانینو، کلتور، دین، او نورو عنعنو سره باید په ټکر کې نه وي.
  • د کمپنۍ یا شرکت رئیس، مرستیال او ونډه لرونکي د خپلو پیژندپاڼو(افغانانو لپاره تذکره او بهرنیانو لپاره پاسپورټ چې قانوني ویزه ولري) سره د کمپنۍ د ثبتولو پر مهال باید شتون ولري.
  • د کمپنۍ یا شرکت رئیس او مرستیال باید ۶ قطعې (۳X۳،۵) او د کمپنۍ یا شرکت ونډه لرونکي باید ۲ قطعې (۳X۳،۵) انځورونه د ځان سره ولري
  • د اړیکو مسؤل اصلي پېژندپاڼې (تذکره) راوړل. د کمپنۍ د رئیس او مرستیال/ ونډه لرونکي پرته بل هر څوک چې افغان وي د اړیکو مسؤل په توګه ټاکل کیدای شي
  • د کمپنۍ/ شرکت د موجودیت تصدیق په موخه د کمپنۍ یا شرکت د اجارې یا کرائي اړوند قرارداد سندونو راوړل.(قرارداد کیدای شي چې، د معاملو د رهنما سند وي، د دوو کسانو ترمنځ هوکړه لیک چې د څارنوالۍ له لوري تائید شوی وي، د یو مارکېټ سره د قرارداد سند وي، د ځمکې د مالکیت سندونه یا د کومې بلې کمپنۍ سره د قرارداد سند خو په دې صورت کې د نوموړې کمپنۍ د آیسا جوازلیک باید د ځان سره ولرئ.)
  • د کمپنۍ رئیس، مرستیال یا هم د ونډه لرونکي د نشتون په صورت کې اړینه ده چې د کمپنۍ یا شرکت قانوني استازی/څارنوال د خپلو اصلي پېژندګل پاڼو(افغانانو لپاره تذکره او بهرنیانو لپاره پاسپورټ چې قانوني ویزه ولري) سره راشي
  • د جوازلیک بیه د جواز لیکونو د لارښود له مخې د سوداګریزو کړنو او لومړنۍ پانګونې پورې تړاو لري.
  • پر عوایدو باندې د مالیې قانون د ۱۰۹ مادې پر بنسټ، که چېرې یو پانګوال دمخه د آیسا څخه جوازلیک تر لاس کړی وي نو نوموړی اړ دی چې د تېر مالي کال مالیې ورکړي او که داسې ونکړي نو د نوموړي جواز لیک به لغوه او نوی جواز لیک به ترلاسه نه کړي.
  • هغه کمپنۍ چې په بیلا بیلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره لیوالتیا لري، نوموړي اړ دي چې اړونده سکټوري وزارت (د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، کرهڼۍ وزارت، عامې روغتیا وزارت، مالیې وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د مخابراتو او مالوماتي ټیکناجۍ وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت، او د چاپېریا ساتنې مالي اداره او داسې نور) څخه منظوري واخلي. د اړونده ادارو څخه باید لومړی منظوري ترلاسه شي او په دې برخه کې د آیسا ادارې په مرسته به نوموړو ته د رسمي لیک په مرسته خبر ورکړل شي.
  • که چېرې کمپنۍ د قانوني او مشورتي خدمتونو وړاندې کولو په موخه جوړېږي نو د کمپنۍ رئیس او مرستیال تحصیلي او کاري تجربې اړوند اسناد وړاندې کول اړین دي.
  • صنعتي کمپنیو په برخه کې د اقتصاد او صنایعو وزارت څخه د نوموړې کمپنۍ د نوم تصدیقول.
  • بهرنیان باید د انټرپول څخه پر قضايي جرمونو د نه ککړتیا سند راوړي
     

هغه جوازلیکونه چې د اړوندو ادارو تصویب ته اړتیا لري

شمیره د چارو سکټور د اړوندې ادارې هوکړه
۱ روغتون، کلینیک، د پاکوونکو(لکه، صابونونو) تولید، د درملو تولید او کڅوړه کونه، سیرومونه، د مالګې تولید او تصفیه، روغتیايي خدمتونه د عامې روغتیا وزارت د فارمېسۍ ریاست
۲ د تیزابو، هیلیوم ګاز، مونو هائیډریټونو، د اوبو محلولونه، د سلفر د محلولونو تولیدول، د پلاستیکي توکو تولیدول (پرته له پلاستېکي کڅوړو)، د سلفرو تولید، د چاپیریال په اړڅېړنې او سروې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت
۳ د سیلانیانو اړوند خدمتونه، د راډیو او تلویزون شبکې، د غږیزو او ویډويي خپرونو چمتو کول، خبرونه او د روغتیا اړوند سیلانیز خدمتونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
۴ مالوماتي ټیکنالوجي، د مخابراتو او اړیکو ټیکنالوجي، د انټرنیټې خدمتونو برابروونکي، پوستي خدمتونه، د مخابراتي سیستمونو نصبول د مخابراتو او مالوماتي ټیکناوجۍ وزارت او د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره
۵ د ماین پاکونې خدمتونه د افغانستان د طبعي پېښو د مدیریت اداره
۶ د بشري منابعو او د دندو خدمتونه د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت
۷ د خطرونو مدیریت، د پولیسو روزنه، د نظامي جامو ګڼډل د کورنیو چارو وزارت
۸ د موټر چلونې روزنیز کورسونه د ټرافیکو عمومي ریاست
۹ خصوصي ښوونځي او روزنیز انسټېټیوټونه د پوهنې وزارت
۱۰ مالي خدمتونونه، بانکونه، د پورونو ورکړه د افغانستان بانک او د افغانستان د کوچنیو پورونو د پانګونې د ملاتړ اداره
۱۱ د بیمې کمپنې د ماليې وزارت/ د بیمې ریاست
۱۲ لوړو زده کړو مؤسسې، پوهنتونونه، بهرنيو هیوادونو کې زده کړې لپاره بورسونه د لوړو زده کړو وزارت
۱۳ کرهڼیز خدمتونه، کیمیاوي سرو تولید، مسلخونه، د څارویو نسلګیري د کرهڼۍ، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت
۱۴ د کیفیت د څار مدیریت، نورم او ستنډرد، د پټرولي موټرو په ګازي موټرو بدلول د ستندرد ملي خپلواکه اداره
۱۵ حقوقي چارو خدمتونه د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه
۱۶ د ټرانسپورټ خدمتونه، د ټکسي خدمتونه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت
۱۷ د کارګو او هوايي چلند خدمتونه د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره