Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 182

Warning: Invalid argument supplied for foreach() in /home/investinafghanis/public_html/wp-content/plugins/avchat-3/avchat3.php on line 215

ولې په افغانستان کې پانګونه وکړو؟

جغرافیائي موقعیت

ستراټېژیک جغرافیائي موقعیت لري چې منځنۍ آسیا د سهیلي آسیا سره نښلوي، او همداشان اروپا ته د تګ راتګ لاره برابروي. سربیره پر دې شاوخوا ۲،۶ میلونه وګړي سره نښلوي

سوداګري او اقتصاد

  • د خصوصي سکټور پر نوښتونو ولاړ د آزاد بازار اقتصاد
  • بې سارۍ اقتصادي وده (د ناخالصه کورني تولیداتو د ۲۰۰۲ زیږدیز کال څخه تر ۲۰۱۵ زیږدیز کال پورې له ۲،۲ میلیارد ډالرو څخه ۲۱،۸ میلیارد ډالرو پورې لوړیدل)
  • د هندوستان، چین، اروپا او امریکا سره د امتیازي سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د تړونونو درلودل او نوموړو تړونونو څخه د پوره ګټې اخېستنې فرصتونه او داسې نور
  • د مسلکي کارکوونکو شتون/li>
  • په بازار کې مخ پر ودې غوښتنې
ماليې او ګمرکي تعرفې

  • د ماليې او تعرفې لګونې او ورکړې ساده او اسانه سیستم
  • په سهامي شرکتونو باندې د ۲۰٪ ماليې لګول
  • د ماشینونو په واردولو د ماليې نشتون
  • د اومه یا خامو موادو په واردولو د ۱٪ ماليې لګول
  • د carry forward losses د سیستم شتون ( چې د نوموړي سیستم په ترڅ کې د سږ کال عملیاتي کړنو له امله په کاروبار کې رامنځته شوی زیان د راروان کال د ګټې له مخې محاسبه کیږي ترڅو د ماليي کچه راټیټه شي.)

د پانګونې خپلواک قوانین

  • د پانګونې قانون
  • د سوداګریزو ستونزو د حل د منځګړیټوب قانون
  • د سوداګرۍ قانون
  • د پیرودونکو یا مصرفوونکو په توکو باندې د ماليې مالیې لګونې قانون
  • د سوداګریزو نښانونو یا نومونو قانون(Trademark)
  • د تړونونو یا قراردادونو قانون
  • د اژانسونو قانون
  • د کانونو راایستلو قانون
  • د بانکدارۍ قانون
  • د بیمې قانون

د حکومت ژمنې

د پانګونې په برخه کې د حکومت له لوري د سمونونو راوستلو ژمنې

ملکیت او ګټې

  • د ۱۰۰٪ بهرني ملکیت جواز ورکول
  • د ګټې بهر ته لېږدولو باندې هېڅ ډول بندیز نشتون
  • بهرنیان کولای شي چې تر ۹۰ کلونو پورې کرهڼیزه ځمکه او تر هغې زیاتې مودې لپاره غیرې کرهڼیزه ځمکه په اجاره واخلي

زیربناوې (تر پلان لاندې، بشپړې شوې او تر رغونې لاندې)

  • هوايی ډګرونه ۸ (۴ نړیوال)
  • سوداګریزې بندرګاوې ۹ (دASYCUDA پر سیستم برابر)
  • سړکونه ۱۲۳۷۱ کیلومټره
  • د اورګاډو پټلې ۳۴۲۹ کیلومټره
  • صنعتي پارکونه ۱۰ بشپړ شوي او ۱۷ تر پلان لاندې دي.

تړونونه او غړیتوب

  • دوه اړخیزه او څو اړخیزه سوداګریز تړونونه (لکه، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ تړون، د اقتصادي همکاریو او سوداګریزو تړونونو اداره، د سهیلي آسیا د سوداګرۍ آزاده سیمه )
  • د سړک د نړیوال ټرانسپورټ غړیتوب
  • په مهمو نړیوالو اتحادیو او سازمانونو کې د څارونکي حیثیت (لکه، د سوداګرۍ نړیوال سازمان، د پېسو نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک، د سهیلي آسیا د همکاریو سازمان، د اقتصادي همکاریو سازمان، د ملګرو ملتونو د اقتصاد او ټولنیزو چارو سازمان، دملګرو ملتونو ځانګړی اقتصادي پروګرام د منځنۍ آسیا هیوادونو لپاره، د منځنۍ آسیا د هیوادونو لپاره د ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنیز پروګرام ، د منځنۍ او سهیلي آسیا د ټرانسپورټ او سوداګرۍ فورم، د اروپا د امنیت او همکاریو اداره، په آسیا کې د باور جوړونې او متقابلو اړیکو کنفرانس، د محاسبوي ځیرکتیا او د کاریالونو څخه د ګټې اخیستنې نړیوال کنفرانس، د منځنۍ آسیا د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو پروګرام،)

د شخړو حل

  • د شخړو د حل مرکز
  • د سوداګرۍ د همغږي کولو نوښت